رسنۍ وایي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او الرونډرلوبغاړی ګلبدين نايب د هند پريمیر ليګ یا ای پي اېل سره یوځای شوی دی. ویل کیږي چې نایب به د ای پي اېل پاتې لوبې د ډهلي کپیټلز په ګټه وکړي.
د افغان کرکټ بورډ اړوندو سرچينو ويلي، چې ډهلي لوبډلې له ګلبدين نايب سره د اسټرالياوي لوبغاړي مېچل مارش پر ځای تړون لاسليک کړی.
ګلبدین نایب به نهم افغان لوبغاړی وي چې ای پي اېل کې لوبیږي.