د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد ويلي، په تېر يوه کال کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري په ټول هېواد کې ۶۰۲ عملیات ترسره شوي دي.
د اميد راډيو خبريال د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي چې د دغو عملیاتو پر مهال د مخالفینو پېچلي پلانونه، پټنځایونه او خطرناکې شبکې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د اسلامي امارت وياند زياته کړې چې د افغانستان اسلامي اردو ۲۰۷۵۱ تنه منسوبين زدهکړهيیزو بنسټونو ته جذب او ۱۹۷۵۳ تنه منسوبين بيا له زدهکړو فارغ شوي دي.
د دې ترڅنګ، ياد وزارت د کډوالو لپاره درې کمپونه برابر کړي او له هر کمپ سره یې یو یو کلینک هم جوړ کړی دی. له زرګونه کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو او په ميليونونو افغانۍ نقدي مرسته شوې، زرګونه کورنۍ کمپونو او له کمپونو څخه ولايتونو ته لېږدول شوي او یاده پروسه لا هم دوام لري.
مولوي ذبيحالله مجاهد دا څرکندونې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» د پنځم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال کړې دي.

