ډېر لوستل شوي

د نشه‌یي توکو او قاچاق پر وړاندې مبارزه؛ تېر یوه کال کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي نیول شوي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» د پنځم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د کورنيو چارو وزارت د تېر يوه کال د امنیت، نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه خدمتونو په برخو کې د فعالیتونو راپور وړاندې کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفران کې د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي چې ياده موده کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې ۴۶ زره او ۱۰۷ عملیات شوي چې په پایله کې یې ۱۳ زره او ۳۲۶ مشکوک کسان نیول شوي، ۲۱۵۹ ټنه نشه‌یي توکي کشف او ضبط شوي او د نشه‌یي بوټو ۲۱ زره او ۵۶۹ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې دي.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد زياته کړې، په همدې موده کې د نشه‌یي توکو، نشه‌یي ټابلیټونو او الکولي مشروباتو ۵۳۳ د تولید کارخونې هم ویجاړې شوې او ۳۳ زره او ۳۲۰ روږدي کسان راټول شوي چې له ډلې یې ۳۲ زره او ۸۷۶ تنه تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د امنيتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم نږدې ۹۵ زره منسوبین په بېلابېلو تعلیمي، تحصیلي او روزنیزو بنسټونو کې روزل شوي دي.

همداراز، د اورلګېدنې ۲۵۹۶ پېښې ثبت شوې، خو د اطفايې ځواکونو د ژغورنیزو عملیاتو له لارې د شاوخوا ۷ میلیارد او ۲۴۵ میلیونه افغانیو او ۷ میلیونه او ۶۴۸ زره امریکايي ډالرو د احتمالي مالي زیان مخه نیول شوې ده.

اړوند خبرونه