د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» د پنځم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د یوه خبریال دې پوښتنې ته چې: “له امریکايي لوري سره د اسلامي امارت وروستیو اړیکو څومره پایله ورکړې ده؟” ويلي، افغانستان غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له امریکا سره ښې او مثبتې اړیکې ولري.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د اسلامي امارت بهرنی سیاست د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ولاړ دی او هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره د تعامل او همکاریو زمینه نوره هم پراخه کړي.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د امريکا سياسي څېرو او ډيپلوماټانو له افغانستان سره د تعامل په پراختيا ټينګار کړی دی.

