د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرایوي رییس، مولوي رحمت الله مکي د هند د پُست ادارې بهرنیو اړیکو او نړیوالې سوداګرۍ په چارو کې د عمومي رییس له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې یا APPU د ۱۴مې کنګرې پرمهال په دې کتنه کې د پُستي خدمتونو پراختیا، د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې افغان او هندي چارواکو همداراز د پُستي خدمتونو د پراختیا او کیفیت ښهوالي ترڅنګ، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د برېښنايي سوداګرۍ (E-Commerce)، مستقیمو ترانزیټي انتقالاتو او د پُستي خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر فرصتونو بحث کړی دی.
په دې کتنه کې دواړو لوریو پر ځینو مواردو هوکړه کړې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د دغو مواردو د نهایي کولو او وروستي توافق لپاره نورې ناستې ترسره شي.

