ډېر لوستل شوي

“افغانستان کې پخواني اختلافونه د بهرنیو استخباراتي کړیو کار وو”

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان ټول قومونه د یوه ملت غړي دي او افغان ولس په خپلو منځونو کې هېڅ ډول اساسي اختلاف نه لري.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي نوري په حواله ويل شوي، هغه اختلافونه چې په تېرو وختونو کې په افغانستان کې وو، د بهرنیو استخباراتي کړیو او اشغالګرو له لوري رامنځته شوي وو.

نوموړي اسلامي امارت د الهي نصرت او د ولس د ملاتړ پر بنسټ ولاړ نظام بللی او ټینګار یې کړی چې د مخالفت لپاره په افغانستان کې زمینه او ځای نشته.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير زياته کړې چې د دیني علماوو او قومي مشرانو رول د ولسونو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ورورولۍ په پیاوړتیا کې مهم بللی دی.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو هم د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد او نظام د دفاع لپاره هر وخت چمتو دي؛ هغوی په خپلو سیمو کې شته ستونزې او اړتیاوې هم له نوموړي سره شریکې کړې دي.

اړوند خبرونه