د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د روسیې «چیلیابینسک» ولایت د نړیوالو او بین المللي همکاریو له وزیر «نیکیتا کورنیینکو» او مل پلاوي سره کتلي دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ اړوند همغږۍ رامنځتهکولو او افغانستان ته د عصري روسي ماشینونو او ټکنالوژیو د وارداتو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي عزیزي له قوله راغلي چې د روسیې په «چیلیابینسک» ولایت کې د افغاني توکو لپاره د بازار جوړولو ته چمتووالی لري.
بلخوا روسي پلاوي هم د افغانستان او د روسیې «چیلیابینسک» ولایت ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ته لېوالتیا څرګنده کړې او د اسلامي امارت پلاوي ته یې د سفر بلنه ورکړې ده.
په دې کتنه کې همداراز دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.

