ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د «ټابلیټ کا» د تولید کارخونه کشف او له منځه وړل شوې

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي، د غني‌خېلو ولسوالۍ په «آب‌زاګانۍ» سیمه کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د «ټابلیټ کا» د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

د یادې قوماندانۍ د ویاند سید طیب حماد په وینا، دغه کارخونه د یوه کس په کور کې فعاله وه او د پلټنې پر مهال ۱۵ زره او ۱۱۰ دانې ټابلیټ کا ګولۍ، څلور کیلوګرامه د دغو ګولیو خام مواد، ۳۲۰ ګرامه شیشه، ۴۰۰ ګرامه چرس، ۲۵۰۰ لېټره کیمیاوي مایع مواد او د ګولیو د جوړولو قالبونه ترلاسه شوي دي.

مسوولین زیاتوي، د یادې کارخونې مسوول کس د عملیاتو پر مهال په کور کې نه و او اوس‌مهال د کشفي ارګانونو تر څېړنې لاندې دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې به یې د کشفي او عملیاتي اقداماتو لړۍ دوام ولري.

اړوند خبرونه