ډېر لوستل شوي

له پاکستاني بندخونو ۳۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸۹ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو تر بېلابېلو مودو بند وروسته ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

ياد وزارت وايي، له دې کسانو ۳۲۹ تنه د تورخم او ۶۰ تنه د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته دننه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، راستنېدونکي کډوال له ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.

د وزارت په وينا، له بندخونو د افغان کډوالو ازادېدل او هېواد ته راستنېدل د دوی لپاره د نوي ژوند د پیل زمینه برابروي او د بیا مېشتېدنې په برخه کې به ورسره لازمې مرستې ترسره شي.

اړوند خبرونه