ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزارت «جامع» ازموینه په څلورو پړاوونو کې اخیستل کېږي

د ازموینو عمومي ادارې خبر ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت «جامع» (Comprehensive)  ازموینه په څلورو پړاوونو کې تنظیم او اخیستل کېږي.

د يادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزی وايي، د ازموینې په لومړي پړاو کې د کوچنيانو او لويانو اورتوپیدي، د کوچنيانو، عقلي او عصبي «نظامي» جراحي، اوعيه جراحي او د رادیولوژي او رواني روغتیا څانګې شاملې دي.

د ښاغلي شېرزي په وينا، د یادو څانګو د ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه به د روانې وږي میاشتې په ۱۵مه او د يکشنبې په ورځ، د ازموینو په عمومي اداره کې ترسره شي.

اړوند خبرونه