د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په لسو ولایتونو کې د تالندې، برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، کاپیسا او پروان ولایتونو کې اټکل شوی دی.
هواپېژندنې ادارې ویلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۴۵ میليمترو پورې وي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په لوېدیځو، سوېلي، ختیځو، سوېلختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کلیومترو پورې وي.
د یادولو ده چې څو ورځې مخکې به نورستان کې د ورښت او سېلابونو له امله یو شمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې وه او پراخ مالي زیانونه یې اړولي وو.

