د بلخ د سوداګرۍ خونې د رییس محمد ابراهیم غضنفر په مشرۍ، د غضنفر ګروپ د مشرانو په ګډون یوه پلاوي د اوزبیکستان د نمنګان له والي شوکتجان عبدالرازقاوف سره کتلي دي.
د اذربایجاني رسنیو راپور ورکړی چې افغان سوداګرو په دې کتنه کې له نمنګان څخه افغانستان ته د ټوکرانو او بېلابېلو نساجي محصولاتو واردولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
همداراز، دواړو لوریو په نمنګان کې د اوزبیکستان د لومړني اسلامي بانک د احتمالي پرانیستو په اړه خبرې کړي چې سوداګرو ته به د مالي خدمتونو زمینه برابره کړي.
ویل شوي چې دا کار به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

