د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د جلالاباد ښار اړوند د مقام خان دویم بړق په یوه تونل کې بند پاتې ځوان د مسوولینو او خلکو په ګډو هڅو له تونله روغ رمټ وایستل شوی دی.
یاد دفتر وايي، د ژغورنې په عملیاتو کې له بېلابېلو ماشینونو، د اطفایې له وسایلو او نورو تجهیزاتو څخه کار اخیستل شوی او د سختو او دوامدارو هڅو په پایله کې یاد ځوان ژغورل شوی دی.
نوموړی د ژغورنې وروسته د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی.
باید وویل شي چې په تونلونو او ورته محدودو ځایونو کې د بند پاتې کسانو ژغورنه ځانګړو تجهیزاتو، چټک غبرګون او د مسوولینو او خلکو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

