د غزني امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د مقر ولسوالۍ د سليمانکوټ سيمه کې تېره شپه په يوه کور کې د بېاحتياطۍ له امله د لګېدلي اور مخه نيول شوې ده.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي چې د اور وژنې ټيم د پېښې ځای ته پر وخت رسېدنه کړې او اور يې په چټکۍ سره مهار کړی دی.
د مسوولينو په وينا، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی او د زیاتو مالي زیانونو مخه هم نیول شوې ده.
دا په داسې مهال ده چې د اوروژنې ټيم تېر ماښام د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند په ګنج سيمه کې هم د لګېدلي اور د پراخېدو مخه نيولې ده.

