د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي چې د شهیدانو او معلولینو وزارت په تېر يوه کال کې ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بانکي سیستم له لارې ۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» شپږم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په دې موده کې د خیریه بنسټونو له لارې هم د شاوخوا ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي مرستې نږدې ۱۰۰ زره مستحقو کورنیو ته وېشل شوې دي.
مسوولین وایي، د دغو مرستو د دوام لپاره د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال په بودجه کې هم اړین مالي امکانات ځانګړي شوي دي.

