د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر يوه کال کې ۱۰ زره او ۹۳۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومانو ملاتړ کړی دی.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د شپږم مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي چې له یادو ماشومانو څخه ۵ زره او ۵۴۸ یې په امارتي روزنتونونو کې ساتل کېږي.
د نوموړي په وينا، په همدې موده کې ۷ زره او ۲۶۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي او د ماشومانو ۱۳ زره او ۷۷۴ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.
د اسلامي امارت وياند زياته کړې چې د ۴۲ همکارو مؤسسو په مرسته په ۲۰ ولایتونو کې له ۳۵۱ زرو څخه زیاتو اړمنو کورنیو سره خوراکي، له ۲۳۷ زرو څخه زیاتو کسانو سره نغدي او له نږدې ۵۲ زره کورنیو سره غیرخوراکي مرستې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د یادو پروګرامونو موخه د بېسرپرسته ماشومانو ملاتړ او اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو رسول دي.

