ډېر لوستل شوي

افغان پُست له اسیا ـ پسفیک پُستي ټولنې سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د افغان پُست امارتي شرکت اجراييوي رييس مولوي رحمت‌الله مکي او ورسره مل پلاوي د اسیا ـ پسفیک پُستي ټولنې (APPU)  د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د یادې اتحادیې له عمومي رييس وینایا پراکاش سینګ او د پُست نړیوالې ټولنې (UPU)  له یو شمېر مسوولینو سره د پُستي خدمتونو د پراختیا او همکاریو د پیاوړتیا په اړه جلا جلا لیدنې کړې دي.

د افغان پُست ويلي، په دغو لیدنو کې د پُستي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د برېښنايي سوداګرۍ، پُستي تبادلو او د نړیوالو تجربو د شریکولو په اړه بحثونه شوي دي.

د اسیا ـ پسفیک پُستي ټولنې او پُست نړیوالې ټولنې مسوولینو د افغان پُست له پلاوي سره د همکاریو پر دوام او د پُستي خدمتونو د لا پراختیا په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

همدارنګه، افغان پلاوي د کنګرې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو پُستي بنسټونو له مسوولینو سره د ګډ کار او نویو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه خبرې کړې او په ځینو برخو کې د همکارۍ پر هوکړو هم سلا شوي دي.

اړوند خبرونه