د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۱۱ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا ورښت په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر. پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د اټکل له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ مليمترو پورې وي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په لوېدیځو، سوېلختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم کړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.
د یادولو ده چې پرون په کونړ ولایت کې د سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي او شاوخوا ۱۵۰ جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده.

