د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستيال شیخ عبدالرحمن طیبي د «فیروزکوه» مؤسسې له عمومي مشرې لیان سره په لیدنه کې د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې په اړه خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د فیروزکوه مؤسسې مشرې د دغې ادارې د روزنیزو او فرهنګي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او زياته کړې يې ده چې په بامیانو کې د «ششپل» تاریخي کاروانسرای د بیارغونې لومړی پړاو بشپړ شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال د فرهنګي میراثونو ساتنه ګډ مسوولیت بللی او ټینګار یې کړی چې د تېرو پنځو لسیزو جګړو د هېواد ګڼ تاریخي اثار زیانمن کړي دي.
نوموړي د ششپل کاروانسرای بیارغونه د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د سيلانیانو د جذب او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له پلوه مهمه ياد کړی دی.
دواړو لوريو په پای کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او دوام هم ټینګار کړی دی.
بامیان د افغانستان يو له مهمو تاریخي او فرهنګي ولايتونو څخه دی چې ګڼ لرغوني اثار او تاریخي ودانۍ لري.

