د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، په تېره يوه ورځ کې ۲۰۱ کورنۍ چې ۱۰۰۲ غړي لري، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
ياد کمېسيون وايي، په همدې ورځ د ۶۹۲ غړو په ګډون ۱۲۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د راستنېدونکو د ملاتړ په موخه له ۱۳۲ کورنیو سره مالي مرستې شوې او ۱۱۴ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
کمېسیون زیاتوي چې راستنېدونکو ته د خوراکي او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ نور اړین خدمتونه هم وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر ناروغان درملنه او زرګونه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت په لړ کې د هېواد په مهمو ځانګړي شويو سيمو کې د ثبت، استقبال، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي بهیر دوام لري.

