د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د اوبو او انرژۍ وزارت په تېر يوه کال کې د اوبو او انرژۍ په برخو کې یو شمېر مهمې پروژې بشپړې او د ځینو نورو د پليکېدو چارې پیل کړې دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي چې په دې موده کې د اوبو په برخه کې د کابل او زابل دوه لوی بندونه او د فراه د اوبو انحرافي تونل بشپړ شوي، ۴۵ چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د سیندونو د غاړو د ټینګښت ۱۶ پروژې هم بشپړې شوې دي.
د اسلامي امارت وياند په وینا، د دغو اوبويزو پروژو له لارې شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د انرژۍ په برخه کې له کورنیو سرچینو څخه د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید په موخه هوکړهلیک لاسلیک شوی، د لوري بند د امکانسنجۍ او ډیزاین چارې پیل شوې او د جوزجان د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژې د بیا پیل چارې هم روانې دي.
همدارنګه، په څو ولایتونو کې د ۴۰، ۱۰۰ او ۱۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو د پليکېدو چارې پیل یا د پیل په حال کې دي. په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې هم د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژې پیل شوې دي.
د وياند په خبره، د انرژۍ د دغو پروژو له لارې هم ۳ زره او ۷۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

