د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر «سادین آیلدز» د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همداراز په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.
د کتنې پرمهال ښاغلي برادر په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او هغوی ته د اسانتیاوو پر رامنځتهکولو ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز له ترکي پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په وینا یې چې اسلامي امارت به ورته ټولې اسانتیاوې برابروي. بلخوا د ترکیې سفیر خوښي ښودلې چې د افغانستان – ترکیې د سوداګرۍ کچه زیاته شوې، او د ترانسپورټ، ترانزیټ، روغتیا، زدهکړو او نورو اقتصادي برخو کې یې له افغانستان د اړیکو پراختیا ته چمتووالی ښودلی دی.

