ډېر لوستل شوي

یان ایګلنډ: نړیوالې ټولنې دې له افغانستان سره تعامل او مرستو ته دوام ورکړي

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ وايي، په افغانستان کې د بودجې کمښت او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل نشتون د بشري مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

ایګلنډ له «سکای نیوز» سره په خبرو کې چې افغانستان ته یې پنځم سفر کړی، پر دې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره د مرستو بهیر ته دوام ورکړي او په کابل او کندهار کې د اروپايي او نورو هېوادونو د ډیپلوماتیک حضور ملاتړ وکړي. د ناروې د کډوالو شورا په داسې مهال په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کوي چې د مرستندویه ادارو د بودجې کمښت د میلیونونو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو بهیر اغېزمن کړی دی.

اړوند خبرونه