دفاع وزارت خبر ورکړی چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د سرحدي لوا یو پلاوي د ترکمنستان د امامکرکي سرحدي لوا له قوماندان مخدوم قلي بردییوف سره په لیدنه کې د سرحدي سیمو د امنیت او د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د یوولسمې سرحدي لوا قوماندان قاري عبدالواصل نظري په مشرۍ پلاوي د ترکمنستان له سرحدي چارواکو سره پر اړوندو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.
د وزارت په وینا، دغه لیدنه د ترکمنستان په غوښتنه ترسره شوې او دواړو لوريو د افغانستان او ترکمنستان اړیکې دوستانه او نېکې بللې او د سرحدي امنیت د لا ټینګښت لپاره یې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

