په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د لاهور عالي محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې یې پاکستاني پوهنتونونه افغان زدهکړیالان له زدهکړو ونه باسي او د هغوی د ازموینو پایلې لغوه نهکړي.
ښاغلي شکیب همداراز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه وضاحت ستاینه کړې چې د قانوني ویزې لرونکي افغان محصلین کولای شي په دغه هېواد کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
په پاکستان کې د افغان سفیر په وینا، د محکمې پرېکړه او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وضاحت د هغو افغان زدهکړیالانو لپاره مهمه روښانتیا ده چې د خپلو زدهکړو د دوام په اړه له ستونزو او اندېښنو سره مخ وو. دا په داسې مهال ده، د پاکستان طبي شورا پرېکړه کړې چې د دې هېواد په پوهنتونو کې افغان زدهکړيالانو ته د زدهکړو اجازه ورنهکړل شي او بايد ويستل شي.

