د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې راتلونکې اونۍ به په بادام باغ کې (کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول او د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکي) په نوم د کرنیزو توکو یو پسرلنی نندارتون جوړ شي.
دا نندارتون به درې ورځې(غویي ۱۲-۱۵) پورې دوام وکړي. په دې نندارتون کې به د هېواد ګڼ شمېر کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې د کرنې وزارت همکارې ادارې او نادولتي موسسې به پکې ګډون ولري.
کرنې وزارت د کرنیزو توکو دا پسرلنی نندارتون وروسته له هغه جوړوي چې کابل کې د افغان-قزاق نړیوال نندارتون لا هم دوام لري. د افغان-قزاق په نندارتون کې د شاوخوا ۸۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي