ډېر لوستل شوي

“د افغان زده‌کړيالانو د ستونزې د هواري لپاره به هېڅ ډول همکارۍ دريغ نه‌کړو”

په پاکستان کې یو شمېر افغان زده‌کړيالانو د افغان کډوالو د ایستلو د نوي ضرب‌الاجل په تړاو د افغانستان له کونسلګرۍ سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

يادې کونسلګري ويلي چې جنرال کونسل مولوي سيد عبدالجبار تخاري زده‌کړيالانو ته ډاډ ورکړی چې دوی به د دې ستونزې د هواري لپاره له هر ډول حقوقي همکارۍ څخه دریغ ونه کړي او د حل لارې موندلو په برخه کې به له دوی سره لازمې مرستې وکړي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره نوي ضرب‌الاجلونه ټاکلي و چې له امله یې په دغه هېواد کې مېشت افغان زده‌کړيالان هم د خپلو زده‌کړو او راتلونکي په اړه اندېښمن شوي دي.

اړوند خبرونه