ډېر لوستل شوي

افغان او قرغزستاني چارواکو د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل قرغزستاني سيال «ژینبېک کولوبایف» سره په ټلېفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا په تړاو بحث کړی دی.

ياد وزارت وايي، په دې خبرو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي تعاملاتو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان د شته تفاهماتو عملي‌کېدو او د نويو همکاریو رامنځته‌کېدو ته چمتو دی او اړوندې ادارې د ګډو پروژو او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.

دواړو لوريو همداراز، د لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ، منظم سیاسي تعامل او د اړیکو د لا پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغزستان ټاکل مهمه لاسته راوړنه بللې او د افغانستان او قرغزستان ترمنځ یې د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه