ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، افغانستان پر خپله خاوره د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیت ته اجازه نه ورکوي او له هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه‌کوي.

ښاغلي مجاهد له «العربیه انګلیش» سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، افغانستان به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان دریځ دا دی چې خپله خاوره باید د نورو هېوادونو پر وړاندې د وسله‌والو فعالیتونو لپاره ونه‌کارول شي.

اړوند خبرونه