د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د پراختیایي پروګرامونو مسوول «فهاد بنګیش» او مل پلاوي د اسلامي امارت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال، مولوی صدراعظم عثماني سره کتلي دي.
دغه وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو او نویو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کتنې پرمهال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت سره په همغږۍ د نویو پروژو د پلي کېدو لپاره خپل چمتووالي څرګند کړی دی. بلخوا ښاغلي عثماني د دواړو لوریو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په وینا یې چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال باید اغېزمنتیا، روڼتیا او حسابورکونه په پام کې ونیول شي او پروژې د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې پر مخ یووړل شي.

