د بدخشان ولایت د کشم–فیضاباد پر لویه لار د روسي سیلانیانو له کاروان سره د ټرافيکي پېښې له امله یو موټرسایکلچلووکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ ویاند احسانالله ګامګار وایي، پېښه پرون شاوخوا درې بجې د کشم ولسوالۍ اړوند د پلبیګم په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د موټرسايکلچلوونکي جسد د کشم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی دی.
ګامګار زیاتوي چې د پېښې په تړاو د يوې ښځې په ګډون څلور روسیې اتباع او د سیلانیانو د کاروان غړي له دوو ژباړونکو سره یوځای د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

