ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۳۵۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی  چې تېره يوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۳۵۴ افغان کډوالې کورنۍ چې غړو شمېر يې ۱۵۶۰ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، راستنېدونکي کډوال د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارې هېواد ته دننه شوي، چې د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

په دې موده کې ۴۸ کورنۍ، چې ۲۵۱ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لوري له ۱۲۹ کورنیو سره ټولټال یوولس لکه دوه شپېته زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.

همداراز راستنېدونکو ته زرګونه خوراکي توکي، ۱۴۲ سیم‌کارټونه او روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، یوازې په ننګرهار، هرات او کابل کې په سلګونو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، ټرانسپورټ، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو خدمتونو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه