د قطر د نړیوالې همکارۍ دولت وزیرې ډاکټرې مریم بنت علي بن ناصر المسند، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا لیدنه پرون (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې ناستې په څنډه کې ترسره شوې ده. په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان اړوند پر یو شمېر موضوعاتو او د ملګرو ملتونو او قطر د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

