د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، اسلامي امارت د «زرګونو فدایانو» په درلودلو سره د هر یرغلګر پر وړاندې د دفاع او مقابلې توان لري.
د ياد ولايت وياند سیفالدین لټون اميد راډيو ته ویلي، حافظ حکیم دا څرګندونې د عنابې او شتل ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو اورېدلو په یوه غونډه کې کړې دي.
د لټون په وینا، په دې غونډه کې دولتي مسوولینو او د یادو ولسوالیو زرګونو اوسېدونکو ګډون کړی و او پر افغانستان یې د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.
د پنجشېر والي ټینګار کړی چې د اسلامي امارت دښمنان باید پوه شي چې دغه نظام د هر ډول یرغل پر وړاندې مقابلې ته چمتو دی. د ويلو ده چې د پنجشېر ولایت شتل او عنابې ولسوالیو شاوخوا ۲۰۰ دیني عالمانو، جهادي قوماندانانو، ځوانانو، قومي مخورو او عامو خلکو په یوه پراخه ولسي غونډه کې د پاکستاني پوځ له لوري پر کونړ، خوست او پکتیا د وروستیو بریدونو غندنه کړې او د افغان خاورې دفاع لپاره يې له اسلامي امارت څخه ملاتړ ښودلی دی.

