د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر يو ځل بیا احضار، د افغانستان د هوايي حریم د نقض او پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په تړاو یې شدید اعتراض ورته څرګند دی.
بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د تېرې شپې بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا نقض بللی دی.
وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا بریدونه له اسلامي، نړیوالو، بشري او ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي.
سرچينې دغه راز د پاکستان د وروستیو امنیتي پېښو سرچینه د افغانستان خاوره بلل «بېبنسټه ادعاوې» ګڼلې او په کلکه یې رد کړې دي.
وزارت زیاته کړې چې د دغو ادعاوو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول د واقعیتونو د تحریف، د عامه افکارو د مغشوشولو او د پاکستان د داخلي ناکامیو د پټولو هڅه ده. اسلامي امارت همداراز ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم د سیمهییزو هېوادونو پر وړاندې د خپلو ژمنو له عملي کولو څخه د تېښتې لپاره داسې اقدامات کوي چې د وضعیت د لا ترینګلتیا او د تشنج د زیاتېدو لامل کېږي.

