ډېر لوستل شوي

سرچينه: پاکستاني پوځيان ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې له شته پوستو د تېښتې په حال کې دي

د ډېورنډ فرضي کرښې هاغاړې یوې سرچینې امېد راډيو ته ویلي، پاکستاني پوځیانو د کندهار د ریګستان، ښورابک او سپین بولدک ولسوالیو اړوند د دغې کرښې په اوږدو کې ګڼې پوستې پرېیښي او د تېښتې په حال کې دي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ هم د سپین بولدک د سرو څانو سیمې اړوند د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو او د پاکستان پوځي رژیم ځواکونو ترمنځ نښته کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوه پوسته یې له منځه تللې ده. تر دې وړاندې د ۲۰۵ البدر قول اردو خبر ورکړی و چې افغان ځواکونو د سپین‌بولدک کارګو غر سیمې اړوند پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان پوځي رژیم پر پوسته بریدونه کړي او يوه پوسته يې په بشپړه توګه له منځه وړې ده.

اړوند خبرونه