ډېر لوستل شوي

کندز کې له ژورې څاه یو کس ژوندی را ایستل شوی

د کندز ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو کس د څاه کیندلو پر مهال په ژوره څاه کې بند پاتې شوی و، چې د اطفایې د ژغورنې ډلې له لوري ژوندی را ایستل شوی دی.

د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وایي، پېښه د جمعې په ورځ شوې او د خبر تر ترلاسه کېدو وروسته د اطفایې ژغورونکي ډله سیمې ته رسېدلې وه. د نوموړي په وینا، ژغورونکو د ځانګړو وسایلو په کارولو سره یاد کس له څاه څخه را ایستلی او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.

اړوند خبرونه