ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې سېلابونو او تندر تر شلو ډېر کسان وژلي

بلوچستان کې وروستیو درنو اورښتونو سېلابونه بهولي چې له کبله یې ګڼ کسان وژل شوي دي. د بلوچستان ځایي چارواکو ویلي چې په دې ایالت کې زورورو سېلابونو او تالندې ۲۲ کسان وژلي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې په دې هېواد کې اورښتونو ګڼو خلکو ته زیانونه اړولي دي. ویل کیږي چې وروستیو اورښتونو پاکستان کې ګڼ فصلونه هم له منځه وړي دي.

ورته مهال هېواد کې هم وروستیو اورښتونو  ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. طبیعي پېښو ته د دولت د لاسرسي وزارت وایي چې هېواد کې وروستیو اورښتونو اته تنه مړه او درې نور ژوبل کړي. د هوا پېژندنې ادارې سبا (دوشنبه، غوایي لسمه)  هم په ۲۴ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

اړوند خبرونه