ډېر لوستل شوي

د امریکا د منځمهاله ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ډیموکراټان مخکښ دي

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایو شمېرلو لومړنۍ پایلې ښيي چې ډیموکراټ ګوند تر دې دمه د استازو جرګې او سنا په دواړو مجلسونو کې د جمهوري‌پالو په پرتله مخکې دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، ډیموکراټانو د استازو جرګې ۷۱ او د سنا جرګې ۴۵ څوکۍ ترلاسه کړې دي؛ په داسې حال کې چې جمهوري‌پالو د استازو جرګې ۳۲ او د سنا جرګې ۳۴ څوکۍ ګټلې دي.

د راپور له مخې، د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو لپاره د ۱۰۳ ټاکنیزو حوزو پایلې اعلان شوې دي او د اکثریت ترلاسه کولو لپاره ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا ده.

همداراز، په سنا جرګه کې د ۳۵ ټاکنیزو سیالیو له ډلې د ۱۴ سیالیو پایلې روښانه شوې دي. د دغه مجلس د اکثریت ترلاسه کولو لپاره ۵۱ څوکۍ اړینې دي.

د رایو شمېرنه لا هم روانه ده او وروستۍ پایلې به څرګنده کړي چې کوم ګوند به د امریکا په کانګرېس کې د دواړو مجلسونو کنټرول په لاس کې واخلي.

اړوند خبرونه