د امریکا د منځمهالو ټاکنو د پایلو له مخې، ډیموکراټانو د سنا جرګې اکثریت څوکۍ ګټلې او د دغه مجلس کنټرول یې له جمهوريپالو څخه ترلاسه کړی دی.
د «سيبياېس» نيوز خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټانو دې بريا ته مبارکي ورکړې او له دغه ګوند سره یې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ټرمپ په ورته وخت کې خبرداری ورکړی چې که اړتیا وي، د ډیموکراټانو د وړاندیز شویو طرحو د تصویب مخنیوي لپاره به د ولسمشرۍ له ویټو حق څخه کار واخلي.

