د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات کې د پاشدان د بند د پاتې چارو د بشپړونې پرانیسته وکړه. ددغه بند د پرانیستې په مراسمو کې د ملا عبدالغني برادر سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجار، د دغه ولایت علماء کرامو، ملي سوداګرو، پانګوالو او یوشمېر امارتي مسوولینو برخه اخیستې وه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تېرو دوو لسیزو پر مهال سیاسي- اقتصادي بې ثباتي، د هېواد اشغال، اقلیمي بدلونونه او نور هغه ستر لاملونه یاد کړل چې هېواد یې له ډېرو سترو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
ملا برادر زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د ځان بسیاینې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو تر څنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ لري.
ښاغلی برادر زیاتوي: اسلامي امارت د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت لپاره مهمه او حیاتي وبلله او د هرات ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت په ټول توان د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په وخت او ښه کیفیت سره یې کارونه بشپړ کړي.
د دغه بند چارې د بېلابېلو خنډونو له وجې نیمګړې پاتې وې.
یاد بند د هرات په کرخ ولسوالۍ کې موقیعت لري چې په بشړېدو سره به یې میلیونونه مکعبه متره اوبه زېرمه او زرګونه هکټاره ځمکه به خړوبه شي