د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د یاد ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې سېلابونونو، توپاني بادونو او تالندو ګڼ مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي دي.
ویل کیږي چې په دې ولایت کې اورښتونو تېره میاشت ۲۸ تنه شهیدان او ۴۹ نور زخمیان کړي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي چې د یادو طبیعي افاتو پر مهال ۵۷۴۷ کورونه، ۳۵۷ دوکانونه، ۲۶۳ د ویالو کوچني بندونه، ۵ روغتیايي مرکزونه، ۱۶۶ پلونه، ۶۹۳ کارېزونه،۴۸۲ خام سړکونه او نور ویجاړ شوي دي.
د ښاغلي حقاني په خبره دغو اورښتونو ۲۴مدرسې، ۱۰۷ مسجدونه، ۲۹۰۴۶ تختې سولر هنداري، د ۶۰ بېلا بېلو ډوله موټرونو هنداري، ۷۳۷۲۰ جریبه کرنیزه، همدا راز ۷۹۳ څاروي وژلي او ۸۵ نور نادرکه دي.
د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونه پر وخت زیانمنو سیمو ته رسېدلي او ګڼ ملکیان یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي