فراه ولایت کې د فراه بخش اباد د اوړو توليدي کارخونې فعاليت پيل کړ.
په فراه کې د افغان حکومت د مسوولینو په ملاتړ د يو تن ملي سوداګر له لوري د شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ ډالرو په مالي لګښت د فراه بخش اباد د اوړو توليدي کارخونه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ.
ویل کیږي چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۰ ټنو اوړو د تولید وړتیا لري. مسوولین وایي چې په راتلونکي کې به د دې کارخونې تولیدات لا زیات شي. ددغې کارخونې اوړه اوسمهال د فراه سربېره غزني او کندهار ولایتونو کې هم توزېع کیږي. د ویلو ده چې اوسمهال دغه کارخونه کې ۳۰ ځوانان هم پر کار بوخت دي.