امریکايي سناتور «کريس وان هولن» له کانګرېسه غوښتي چې د ایران پر وړاندې د جګړې بودجه بنده کړي.
وان هولن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکايي سرتېرو د مرګژوبلې د پټولو ترڅنګ، د ایران جګړې ته د شاوخوا ۱۰ زره نورو امریکايي سرتېرو د استولو په حال کې دی.
نوموړي د ټرمپ له خوا د ایران پر وړاندې د احتمالي بيا پوځي عملیات «غیرقانوني جګړه» بللې او ویلي یې دي چې کانګرېس باید د دغې جګړې تمویل ودروي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امريکا د متحده ایالتونو منځني ختیځ ته د درېیمې الوتکېوړونکې بېړۍ او شاوخوا تر ۱۰ زره نورو سرتېرو د استولو لپاره چمتووالی نیسي.

