ډېر لوستل شوي

افغانستان ته د تاجکستان وارداتي برېښنا د کچې پر لوړولو خبرې شوې 

د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس، ملا عبدالحق همکار د تاجیکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو له وزیر «دلیر جمعه» سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې د کتنې پرمهال دواړو لوریو له تاجکستان څخه افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا کچې لوړول او د برېښنا لېږد زیربناوو پراختیا په اړه خبرې شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې همداراز له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې تر ایران پورې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پر طرحې او د برېښنا لېږد شبکې د پراختیا په اړه هم بحث شوی دی.

ښاغلي همکار او «دلیر جمعه» همداراز په بدخشان ولایت او سرحدي ولسوالیو کې د انرژۍ راتلونکې پروژې په اړه هم بحث کړی او په دغو سیمو کې یې د باثباته برېښنا برابرولو لپاره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه