ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزیر په لوګر ولایت کې د پیل‌شویو پروژو چارې ارزولې

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د دغه وزارت د تخنیکي رییسانو په ملتیا لوګر ولایت کې تر کار لاندې پروژو چارې ارزولې دي.

د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې ښاغلي ثاني په دې سفر کې د لوګر – میدان وردګ د ۳۱ کیلومتره سړک، د پل علم – لوګر پوهنتون د ۳ کیلومتره سړک او د خضر – بادخواب روغني – دوشیخ – برکي راجان – دبر پل ۳۲ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ارزولې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې نوموړي همداراز د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د ځینو استنادي دېوالونو په جوړولو کې د غیرمعیاري ډبرو او همدارنګه د سړکونو د طبقو په فرش کې د غیرمعیاري جغل کارول د انجینري او سړک جوړونې له معیارونو سره په ټکر کې بللي او تطبیق کوونکو ته یې لارښوونه کړې چې یادې برخې ونړوي او د معیاري او باکیفیته موادو په کارولو سره یې بېرته ورغوي.

د ټولګټو وزیر همداراز د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د پروژو د چارو پر وخت بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

اړوند خبرونه