ډېر لوستل شوي

امریکا: له ایران سره معامله کوونکي بنسټونه ښايي بې له خبرداري تحریم شي

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر «اوفک» خبرداری ورکړی چې له ایران یا د دغه هېواد له مالي سکتور سره معاملې کوونکي بهرني مالي بنسټونه ښايي له مخکېني خبرداري پرته د واشنګټن له لوري تحریم شي.

اوفک له مالي بنسټونو غوښتي چې له تحریم شویو ایراني بانکونو سره خپلې معاملې ودروي او د ایران د «سیوري بانکدارۍ» شبکې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، هغه بهرني بنسټونه چې د ایران حکومت ته نړیوال مالي نظام ته د لاس‌رسي په برابرولو کې مرسته کوي، د ثانوي تحریمونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

اړوند خبرونه