ډېر لوستل شوي

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري ۲.۵ برابره زیاته شوې

د روسیې حکومت د مطبوعاتي دفتر وايي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۵ برابره زیاته شوې ده.

«سپوتنیک» نيوز راپور ورکړی چې د روسیې مرستیال لومړي وزیر الکسي اوورچوک د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې او د «شمال ـ لودېځ» نړیوال ټرانسپورټي دهلېز د پراختیا په برخه کې پر همکاریو هم بحث شوی دی.

دواړو لوريو هوکړه کړې چې د ګډو پروژو په اړه به د حکومتونو ترمنځ خبرو ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او متشبثینو ترمنځ به اړیکې او تماسونه لا پراخ کړي.

اړوند خبرونه