ډېر لوستل شوي

د اوزبيکستان ۱۴ کسیز ډیپلوماټیک پلاوي له غزني څخه لیدنه کړې

د اوزبيکستان د سفارت د مرستیال بهادر تاشمانوف په مشرۍ د دغه هېواد ۱۴ کسیز ډیپلوماټیک پلاوي د دوشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر کړی او له سیمه‌ییزو مسوولینو او د علماوو شورا له غړو سره یې لیدلي دي.

د ياد ولايت د مقام د رسنيو دفتر په وينا، د غزني والي ملا ولي جان حمزه د اوزبيکستاني پلاوي د سفر هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له اوزبيکستان سره په بېلابېلو برخو کې ګډې کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

بل‌خوا، د اوزبيکستان ډیپلوماټیک پلاوي غزني ته د خپل سفر موخه د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو پراختیا او د غزني د کلتوري دودونو له نږدې پېژندل کېدو سره مرسته بللې ده.

د پلاوي غړو د خپل سفر پر مهال د غزني له یو شمېر تاریخي او فرهنګي ځایونو، د حکیم سنایي غزنوي او ابوریحان البیروني له مزارونو، د سلطان محمود غزنوي له مقبرې، باباجي جومات او د غزني له منارو څخه هم لیدنه کړې ده.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د اوزبيکستاني پلاوي له لوري د دغه ولایت له تاریخي سیمو لیدنه کولی شي د ګرځندوی صنعت د ودې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه