د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ښاغلي متقي د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو مثبت مسیر ته په اشارې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي شراکت بدل شي.
نوموړي د سوداګرۍ پراختیا، ټرانزیټ او سیمهییز اتصال، په افغانستان کې د روسیې پانګونې، د انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو او د بانکي او تادیاتو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
بلخوا، اوورچوک له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د سوداګرۍ زیاتوالي ته په اشارې یې هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به په نږدې راتلونکې کې عملي اقتصادي همکارۍ لا پراخې شي.

